BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • ایران احتجاج

    د ایران قضایه قوې د یوه احتجاج کوونکي د اعدام خبر ورکړی

    د ایران عدليې وزارت اعلان کړی، محسن شکاري چې د سپټمبر پر ۲۵مه احتجاجونو کې نیول شوی و اعدام شوی دی. عدلیې وزارت وايي، دغه کس د ستار خان کوڅې په بندولو، بلوا جوړولو، د خلکو د امنیت ګواښلو او د وژنې او ترهګرۍ په نیت پر خلکو د وسلې په راویستلو تورن او نیول شوی و. یاد وزارت همدا راز ویلي، د تورن کس د محکمې لومړۍ غونډه د نومبر پر لسمه نېټه وشوه چې په خپل جرم یې اعتراف وکړ.

  • د امريکا ځانګړي استازي ټام وېست

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، له حامد کرزي او مولوي محمد یعقوب سره یې لیدلي

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له څو افغان سیاسي مشرانو سره کتلي دي. هغه په خپلو تازه ټویټونو کې دغه خبره کړې او لیکلي یې دي، چې دغو مشرانو ورته ویلي، چې افغانان له طالبانو غواړي چي د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو تر منځ خبري پیل شي. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي کرزي او توماس وېسټ مخامخ سره کتلي دي.

  • اولاف شولز

    د المان صدراعظم: د روسیې له لوري اوکرايين کې د اټومي وسلو کارولو خطر کم شوی

    د المان صدراعظم اولاف شولز وايي، د اوکرايين په جګړه کې د روسیې له لوري د اټومي وسلو کارولو خطر "د اوس لپاره" کم شوی دی. د ښاغلي شولز په خبره، "وروسته له هغه چې نړیوالې ټولنې روسیې ته سرې کرښې وټاکلې، په غبرګون کې یې روسیې اوس هغه ګواښل بس کړي چې په جګړه کې به اټومي وسلې وکاروي."

  • رواء رومان

    د امریکا کانګرس ټاکنو کې د ریکارډ په کچه مسلمان نوماندان بریالي شوي؛ یوه پکې افغانه ده

    سږ کال د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د ریکارډ په کچه مسلمان نوماندان بریالي شوي دي. د ټولو مسلمانو بریالیو نوماندان شمیر ۸۲ ته رسېږي. له دې ډلې یوه هم افغانه امریکایۍ سیاستواله عایشه وهاب ده چې لومړۍ افغانه ده د کانګرس غړیتوب تر لاسه کوي. فلسطیني الاصله امریکایي رواء رمان هم د بریالیو نوماندانو په ډله کې ده. دې ویلي کله چې کوچنۍ وه له ښوونځي وویستل شوه چې ګواکې ښايي د حماس ډلې سره تړاو ولري.

  • داعش

    د طالبانو حکومت وايي، د مولوي رحیم الله حقاني د وژنې په تړاو یې د داعش ډلې پنځه غړي نیولي

    د طالبانو حکومت کې د استخباراتو ادارې ادعا کړې چې د مولوي رحیم الله حقاني وژنې په تړاو یې د داعش ډلې پنځه تنه نیولي دي. نوموړی د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. داعش د دې برید مسؤلیت منلی و. نیول شویو کسانو ویلي لوګر کې پر شیعه مذهبو د برید په ګډون څو بریدونو کې لاس لري. خو دا نه ده معلومه چې له دوی اعتراف په څه ډول شرایطو کې اخیستل شوی دی.

  • دینا بولوارتې

    پيرو کې لومړی ځل یوه ښځه د بېواکه شوي ولسمشر ځایناستې ټاکل شوې

    د پیرو استيضاح او بېواکه شوي ولسمشر پېدرو کاسټيلو پر ځای دینا بولوارتې د هغه د ځایناستې په توګه لوړه کړې. له دې سره اغلې بولوارتې د دغه هېواد په تاریخ کې لومړنۍ ښځينه ولسمشره شوه. د پيرو پارلمان پرون چهارشنبه په دغه هېواد کې تر ناندریو وروسته پېدرو کاسټيلو استيضاح کړ او د هغه پر ضد یې رایه ورکړه چې په ترڅ کې یې له واکه ګوښه کړای شو.

  • ښځې

    ایا ښځې ډېرې غوسه کېږي؟

    د امریکا ګالوپ څېړنیز بنسټ د ښځو او سړیو ترمینځ د غوسې یا قهر مالومولو په اړه کلنۍ نظرپوښتنه خپره کړې چې پکې د ښځو د غوسې کچه په تېرو لسو کلونو کې خورا زیاته ښوول شوې. خو ولې؟

  • نن د جولای ۲۴ له پلان سره سم په توکیو کې د اولمپیک لوبو پیل وای.

    اولمپیک نړیوالې کمېټې پر افغان ښځو د طالبانو لګول شویو بندیزونو په هکله اندېښنه څرګنده کړې

    د اولمپيک نړیوالې کمېټې اجرائیه شورا د سویس په لوزان کې په خپله غونډه کې د ورزش برخه کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت پر یوه رپوټ خبرې کړې، دوی د هغو محدودیتونو په اړه جدي اندېښنه په ډاګه کړې او هغه یې وغندل کوم چې طالبانو پر ښځو لګولي دي.

  • آنتونیو گوترش

    ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اعدام سزا ځنډولو غوښتنه وکړه

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري لومړی ځل په عام محضر کې د قصاص حدود عملي کېدو په هکله ''ژوره اندېښنه څرګنده کړې. بل لور د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څانګې مشرې دینوشیکا دیشانایکې له قوله د یاد بنست په بیان کې ویل شوي چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا ''د اعدام خواشینوونکو پېښو بیا پيل'' د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونې اندیښمنوونکې تازه لړۍ ده.

ځانګړې پاڼه

players

قطر کې د فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۲

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نومبر له ۲۱مې د ډسمبر تر ۱۸مې په قطر کې ترسره کېږي. دا لومړی ځل دی چې د منځني ختیځ یو هېواد د دې نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي او دا هم لومړی ځل دی چې په ژمي کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کېږي. په دې سياليو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې دي. د نړيوال جام د ټولو سياليو د مهالوېش او پايلې لاندې موندلی شئ.

نيمه نړۍ

ځانګړي مطالب

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

ثنا، امان او شازیه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

  • افغانستان

    يونیسف: ښايي راتلونکی کال نژدې يو میليون افغان ماشومان خوارځواکه شي

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) خبرداری ورکړی چې په راتلونکي (۲۰۲۳) ميلادي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې په يوه ټويټ کې ويلي مخکې له دې چې د دغو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي د درملنې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.

  • افغانستان

    طالبانو فراه کې پر یوه سړي د "قصاص حکم" پلی کړ

    د طالبانو حکومت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، فراه کې یې پر یوه سړي د "قصاص" حکم پلی کړی دی. په دغه اعلامیه کې چې نن "چهارشنبه" د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپره کړې راغلي، د تاجمیر په نامه کس باندې یې وروسته له هغې "قصاص" پلی کړی چې څلور کاله وړاندې یې فراه کې یو بل کس په چاقو وژلی و.

  • مولوي محمد یعقوب مجاهد

    د طالبانو دفاع وزیر د امریکا له ځانګړي استازي او اماراتو له لومړي وزیر سره کتلي

    افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ددفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد د متحدو عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي توماس وېسټ او متحدو عربي اماراتو له نائب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره لیدلي. طالبان وايي، ملا یعقوب امریکايي لوري ته ډاډ ورکړی چې "د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي. په اخير کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري".

  • @BilalKarimi21

    هند کې د افغانستان په اړه غونډې ته د طالبانو غبرګون

    په هند کې د سیمې هېوادونو امنیتي او اقتصادي غونډې ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویلي، دوی له ګاونډیانو سره مثبتو اړیکو ته ژمن دي.‌

  • قاري امجد د خیبر پښتونخوا دیر اوسېدونکی دی.

    د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر قاري امجد څوک دی؟

    امریکا متحدو ایالتونو د پاکستاني طالبانو تحریک مرستیال مشر قاري امجد چې د ''مفتي مزاحم'' په نامه هم مشهور دی، نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی دی.

  • سفارت

    پاکستان وایي کابل کې د دوی پر سفارت د داعش برید د مسولیت منلو ادعا څېړي

    د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، هېواد یې طالب چارواکو سره په سلا مشوره کابل کې د دوی پر سفارت د برید په تړاو د داعش ډلې ادعا څېړنه کوي. ښاغلي صادق د ټوېټونو په یوه لړۍ کې لیکلي"د داعش خراسان ډلې د پاکستان د سفارت پر انګړ برید مسولیت منلی، پاکستان به په خپلواکه توګه او له افغان لوري سره په سلا دا معلومه کړي چې دا څومره رښتیا ده؟"

  • .

    کوټه کې د پاکستاني طالبانو برید؛ وژل شویو کې پولیس او یو ماشوم هم شته

    د بلوچستان مرکز کوټې ښار په بلیلي سیمه کې د ګوزڼ واکسین د ټیم ساتونکو پر موټر ځانمرګي برید کې د دوو پولیسو او یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د ۲۱ پولیسو په شمول ۲۷ کسان ټپیان شوي. د پولیسو په وینا، د پولیو دغه ټیم د بلوچستان کچلاک ته روان وو چې د چاودنې ښکار شو.‌ د برید مسؤولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.

  • پاکستاني طالبان

    پاکستاني طالبان وايي له اسلام اباد سره یې اوربند پای ته رسولی

    پاکستاني طالبانو د پاکستان له دولت سره د اوربند د پای ته رسولو او د خپلو بریدونو د بېرته پیلولو اعلان کړی. تېره ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه اعلامیه کې ویلي وو،‌ دا ګام یې وروستیو کې پر دوی د پاکستاني پوځ د بریدونو په ځواب کې اخیستی دی.

  • هنري شېبې

    ویډیو, هنرۍ شېبې, موده 3,24

    د هنر له نړۍ تازه خبرونه مو په هنري شېبو خپرونه کې راټول کړي دي.

  • هند کې افغان صادرات

    افغان محصولاتو د هند په یوه نندارتون کې د سرو زرو مډال ګټلی

    نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وايي د "واړه هند" په نامه له کرونايي بندیزونو وروسته دغه هېواد کې تر ټولو لوی نندارتون چې میلیونونو کسانو په کې ګډون کړی و افغان توکو د ۱۷ هېوادونو له منځه لومړی مقام او د سرو زرو مډال ګټلی دی.د ۱۵ ورځني نندارتون پای کې د سوداګریزو چارو پوهانو، پوهنتوني استادانو او د نندارتون سمبالګرو له ارزونې وروسته افغانستان د لومړي مقام او سرو زرو د مډال وړ اعلان کړ.

  • هنري شېبې

    ویډیو, هنري شېبې, موده 3,02

    د هنر له ډګره تازه خبرونه مو د دې اوونۍ په هنري شېبو خپرونه کې راټول کړي دی.

  • کنسرت

    "رڼا او هیله"؛ پرتګال کې د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوټ کنسرت د تصویر په ژبه

    د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پرتګال هېواد د کنسرتونو صالون کې "یو ستر او پرتمین" کانسرت ترسره کړ. دا په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې جلاوطنۍ کې د دغه انسټیټیوټ د غړو لومړنی کنسرت دی.

ځانګړې پاڼه

کرېکټ

کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام

په دې ځانګړې پاڼه کې د کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام په اړه د بي بي سي پښتو ځانګړي رپوټونه، مرکې او انځورونه خپرېږي.

انځورونه

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۸ ډیسمبر ۲۰۲۲, ۳۰،۰۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۸ ډیسمبر ۲۰۲۲, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    داود جنبش او زمزمه نيازۍ

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.